ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: د دوحې غونډې اجنډا کې دا ځل مثبت بدلون لیدل کېږي

بهرنیو چارو وزارت: د دوحې غونډې اجنډا کې دا ځل مثبت بدلون لیدل کېږي

author avatar
29 May 2024 - 12:18
بهرنیو چارو وزارت: د دوحې غونډې اجنډا کې دا ځل مثبت بدلون لیدل کېږي
author avatar
29 May 2024 - 12:18

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې درېیمې غونډې اجنډا کې دا ځل مثبت بدلون لیدل کېږي چې مالي او بانکي وضعیت، له نشه‌یي توکو سره مبارزه، د خصوصي سکټور وده او د اقلیم بدلون یې د بحث اساسي موضوعات جوړوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې درېیمه ناسته د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه جوړه شي، اسلامي امارت هم ویلي چې په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې چې په اړه به یې تصمیم ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت د «دوحه ۳: له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالی» تر سرلیک لاندې پر موضوع علمي بحث وشو.

خبرپاڼه کاږي، د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي د کليدي ویناوال په توګه، د دوحې غونډو لړۍ پر مخینه او پر وړاندې یې د اسلامي امارت د دریځونو عواملو په اړه تفصیلي بحث وکړ.

د جلالي په وینا، د دوحې غونډو لړۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د فریدون سینیرلي اوغلو د خپلواکې ارزونې پر بنسټ راپیل شوې چې لومړۍ غونډه یې د ۲۰۲۳ کال په مې او دویمه یې د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې وشوه.

هغه وویل چې د دې لړۍ په دویمه غونډه کې هم د امارت د شرایطو نه پوره کېدو له امله له ژور غور وروسته د مشرتابه له خوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون په کې بې‌ګټې وبلل شو.

 جلالي دغه راز زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي.

د نوموړي په خبره، د دوحې فارمټ درېیمه غونډه کې د ګډون پرېکړه به وروسته کېږي، خو د لومړۍ او دویمې غونډې په پرتله د غونډې د جوړوونکو او کوربه په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل، څو په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت د ګډون زمینه برابره کړي.

هغه دغه راز وایي، دا ځل د دوحې درېیمې غونډې اجنډا کې مثبت بدلون لیدل کېږي چې د بحث اساسي محورونه به مالي او بانکي وضعیت، د مخدره توکو خلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، د خصوصي سکټور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل تشکیلوي.

جلالي وویل، د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي چې د غونډې د اجنډا په اړه اساسي ستونزه نه وي، مګر امارت منتظر دی چې م.م. د غونډې وروستي جزئیات شریک کړي څو یې په رڼا کې امارت پرېکړه وکړي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.