د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د عامې ورغتیا وزارت ته نوی سرپرست، کورنیو چارو وزارت ته اداري مرستیال او سمنګان او فاریاب ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول.
د غزې سوېل کې پر رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو وروستي هوايي بريدونه په نړۍواله کچه غندل شوي او له اسرائيل یې د ژر تر ژره درولو غوښتنه شوې، بلخوا د م.م امنیت شورا په دې اړه بېړنۍ غونډه جوړوي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، د اسلامي امارت پالیسي پر بیارغونې او افغانانو ته پر خدمت کولو څرخي او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې هوارې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالو سازمانونو او د سیمې پر موثرو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د غزې ولس په تړاو خپل مسوولیتونه ادا کړي.
د پوهنې وزارت وايي چې د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د شلوک او ملک شېراحمد کوچي ښوونځیو د بیارغونې چارې د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په اوو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي او نږدې ۸۴۰ کورونه په نیمه او بشيړ ډول ویجاړ شوي دي.
کورنیو چارو وزارت، د پاسپورت عمومي رییس د توقیف ادعا په اړه وایي، هغه او ځینې نور امنیتي چاروکي، ننګرهار کې د ځمکو اړوند لاریونونو د وضاحت لپاره د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي او د پاسپورټ رياست اړوند داسې کومه خبره نه شته چې د اندېښنې وړ وي.
د مخابراتو او لوړو زدهکړو وزارتونو ترمنځ په تحصیلي او نورو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د همکارۍ څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د امریکا ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې افغانستان د امپراطوریو هدیره یاد کړی، خو انس حقاني د هغه دغه څرګندونه د هېواد د تاریخ ویاړمنه برخه بللې ده.
په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر له افغان چارواکو سره په لیدنو کې ویلي چې د اسلامي امارت د استازي په شتون کې به د دوحې درېیمه غونډه معلومې پایلې ولري خو افغان چارواکي ټینګار کوي چې په غونډه کې د ګډون لپاره باید د ا.ا شرطونه ومنل شي.