د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف کاري موده درې کاله نوره هم وغځول شوه.
د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیه وایي چې په نړۍواله درجهبندۍ کې افغانۍ د باثباته کرنسیو په کتار کې درېیم ځای خپل کړی دی.
د کرکټ نړۍواله شورا (ایسيسي) وایي، د هند د کرکټ بورډ مخکنی رییس جې شاه، د دې شورا د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته د چمتووالي په موخه تمریناتي کمپ لپاره هند ته لاړه.
د افغانستان کرکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټلوبې ترسره کولو په موخه د تمریناتي کمپ لپاره د لوبغاړو شلکسیزه نوملړ اعلان کړ.
د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو پایلوبه کې امو لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.
امو او بند امیر لوبډلو د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د افغانستان د تکواندو دوو ملي لوبغاړو محسن رضایي او علياکبر امیري د ایران په الف لیګ تکواندو سیالیو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې هندی راما کریشنا شریدر یې د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکلی دی.
د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې بست لوبډلې مس عینک ته او امو لوبډلې بیا بند امیر ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره ترسره کوي.
له کابل څخه د ۷۰ زره ډالرو په ارزښت دوه کانټینره پمپرونه چې ۲۳۰۰ بستې کېږي، نن ازبکستان ته صادر شول.