د المپیک ملي کمېټه وایي چې د سوکوهنې ملي لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د درېیم مقام له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله د دوه دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه مراکش ته لاړه.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په متحده عربي اماراتو کې یې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله.
د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کمعمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره ترسره کوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، تر دې مهاله یې په ټول هېوا کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو درې میلیارده افغانۍ میاشتني حقوق حواله کړې او پاتې کسانو ته به هم په نږدې ورځو کې حواله شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱ زره او ۲۰۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) وایي چې سږ کال به په افغانستان کې د ۱۹۰ لومړنيو ښوونځيو ودانۍ ورغوي.
د افغانستان ستره محکمه وایي، په پروان، پنجشېر او بادغېس ولایتونو کې اوو کسانو ته چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ د دولتي او خصوصي سکټور ګډ پلاوی ازبکستان ته لاړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جولای میاشتې په لسمه به د غازي امانالله خان جام لېسټ اې یو ورځنۍ سیالۍ په کندوز ولایت کې پیل شي.
ټاکل شوې چې د سریلانکا غوره لیګ شل اووریزه کرکټ سیالۍ نن د افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شي.
یو شمېر ازبکستاني پانګهوال وایي، غواړي چې په افغانستان کې د کانونو استخراج، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید، د نفتو چاڼخونې جوړولو، د سمنټو او نساجې فابریکو رامنځته کولو برخو کې پانګونه وکړي.