Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالیو په لړ کې افغانستان نن مازدیګر څلور بجې له تاجکستان سره لوبه کوي.

د مرکزي اسیا اتلولي «کافا» سیالۍ د قرغیزستان په جلال‌اباد ښار کې ترسره کېږي.

همدارنګه افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته بایللې ده.

په دغو سیالیو کې افغانستان، قرغیزستان او تاجکستان په یوه ګروپ کې لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.