Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په اماراتو کې د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په متحده عربي اماراتو کې یې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستله.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې ادارې په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه پرون شنبه د (۱۶ چنګاښ) د اسان‌ خدمت د برېښنایي تذکرو وېش څانګه پرانیستله.

سرچینې زیاته کړې، په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د الکترونیکي تذکرو د تخنیکي چارو د انسجام رییس سلطان احمد سباوون، د اسان ‌خدمت رییس جهادګل پاڅون، ملي سوداګرو او هلته مېشتو یو شمېر افغانانو ګډون کړی و.

سرچینه کاږي، په یاده غونډه کې په اماراتو کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني، په یاد هېواد کې مېشتو افغانانو ته د اسان خدمت مرکز د پرانیستل کېدو مبارکي وویله او په یاده برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د اسانتیا په موخه د اسان خدمت په دغه مرکز کې برېښنایي تذکرې، زېږون کارتونه، د مړینو پارچو وېش او د برېښنایي تذکرو له وېش وروسته خدمات وړاندې کېږي.

سرچینې لیکلي، یاد مرکز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د عمومي رییس ډاکټر فقیرمحمد زیار له لوري پرانیستل شو.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، په نورو بهرنیو هېوادونو کې به هم افغان کډوالو ته د اسانتیا په موخه د اسان خدمت مرکزونه پرانیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.