د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چې په هېواد کې د پخوانیو جګړو له امله ګڼ شمېر افغانان نورو هېوادونو ته کډه شوي چې په بېرته ستنولو کې یې باید نړۍوال سازمانونه همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې د یوناما له مرستیال سره یې د افغان کډوالو د ملاتړ او په افغانستان کې پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو اتلولي د سپینغر زون د فقیر وهاب لوبډلې وګټله.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافېر وایي چې اوسني رامنځته شوي شرایط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو پراختیا لپاره یو ښه فرصت دی.
د چین ځانګړي استازي د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وایي چې له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه یې تر ډېره له منځه وړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پرمختګ وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ۲۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره پاکستان، هندوستان، ایران او ترکیې ته صادر شوي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ سوداګریزو اتشو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره په کراچۍ بندر کې د بند پاتې ۴۵۰ کانټینره توکو د خوشي کولو په اړه خبرې کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې د ژمي په را رسېدو سره د راستنو شوو افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوې او بشرپاله هېوادونه دې مرستې ورسره وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره اسیا جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له پاکستان سره کوي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ښې لاس موټرونو د کاغذي سټیکرونو موده پای ته رسېدلې او خلک باید خپلو موټرونو ته نمبر پلیټونه واخلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې ترکیه دې د افغان کډوالو د قانوني کولو لپاره پر کړنلاره کار وکړي او افغانانو ته دې کاري ویزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.