ستره محکمه وایي، د کابل ښار لومړنۍ محکمې د څلورم زون د جزا ديوان په حکم یوه کس ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون د علياباد په تدریسي روغتون کې د ۴۳۹ میلیون افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې د ۲۵۰ بستریز ملي مرکز جوړولو چارې بېرته پیل شوې.
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل اسټرالیایي سیال جیمي مولارکي په لومړي رونډ کې ناک اوټ کړ او سیالي يې وګټله.
ترکي سوداګرو په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوجستیک او ساختماني برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان پوهنې وزارت په هېواد کې د هلکانو په ښوونځیو کې د تعلیمي نیمګړتیاوو په اړه د بشري حقونو د څار بنسټ راپور رد کړی او ویلې یې دي چې دغه وزارت د پوهنې کیفیت او ودې ته جدي پاملرنه کوي.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د هالنډ له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو، د تعامل د اهمیت او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د برېښنا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ ویلي چې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون غځوي.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره آسیا جام سیالیو په لړ کې د لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ۱۲ ولایتونو ترمنځ د اس ځغلونې خزاني سیالۍ په کابل کې پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلو ترمنځ د اسیا جام سیالۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ له ۱۹ کلونو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي امارتو ته لاړه.
په کابل کې د ترکیې سفیر وایي چې ترکي پانګهوال د افغانستان د انارو او وچې مېوې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري؛ ځکه د پېر او پلور ښه بازار لري.