د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» وایي، افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې پولیو «ګوزڼ» شتون لري.
د ترافیک پولیسو لوی ریاست له لوري د ۹۱۱۰ افغانیو په بدل کې د ټکسي موټرونو د رنګ بدلولو لړۍ پیل شوه.
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي پروژو او له پاکستانه په زور د افغان کډوالو پر ایستلو خبرې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۴،۳ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالې ښيي.
د برېښنا شرکت وایي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا به په دغه هېواد کې د برېښنا تاسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې له امله نن تر مازدیګره په کابل او اړوندو ولایتونو کې ۵۰ سلنه کمه وي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، نړۍواله ټولنه دې له سیاسي ملحظاتو پرته په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د هند کرکټ غوره لیګ سیالیو (ایپياېل) په راتلونکي پړاو کې پنځه افغان لوبغاړي لوبډلو له ځان سره وساتل چې هغوی به یو ځل بیا له خپلو پخوانیو لوبډلو سره ولوبیږي.
د کرکټ لس اووریزې سیالۍ د ۱۳ افغان لوبغاړو په ګډون سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
افغان سوکوهونکي محمدذکریا زماني په یوه سیالۍ کې خپل ټایلنډي سیال بانپورت کاهویام ته ماتې ورکړه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په ځانګړې توګه پر اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.
د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړو د ایران په کوربهتوب د رزمي لوبو نړۍوال فېسټیوال کې دویم مقام خپل کړ او دوه د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه یې هم ترلاسه کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د ازبکستان کرنې له پوهنتون سره د زدهکړو او تجربو شریکولو برخه کې هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.