د افغانستان د نفتو او ګازو شرکتونو ملي اتحادیه وایي چې په بندرونو کې د سټنډرډ ملي ادارې دستګاوې زړې شوې او په سمه توګه د ګازو او تېلو د تشخیص ظرفیت نه لري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې د کویټ پر وړاندې ماتې ومنله.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په دویم پړاو سیالیو کې نن شپه خپله دویمه لوبه له کویټ سره ترسره کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې نړۍوال بنسټونه دې له کروندګرو سره د کوکنارو بدیل کښت په برخه کې همکاري وکړي څو بیا ځلي د کوکنارو کښت ته مخه نه کړي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، قطر هېواد پلان لري چې به نږدې راتلونکي کې په کندهار ولایت کې د یوه ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پيل کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په تله میاشت کې د ۲۵۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۹۸ اعشاریه ۲ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.
د اسیا ملتونو او نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې د دویم پړاو سیالیو په یوه لوبه کې قطر افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړۍوال جام سیالیو کې له لوبېدو او انګلستان، پاکستان، سریلانکا او نیدرلینډ لوبډلو ته له ماتې وروسته نن بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړي علي رضا اساهي د سوېلي کوریا په کوربهتوب فټنس سیالیو کې د سرو زور مډال تر لاسه کړ.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري انګلستانی اشلي مایکل وستوود، د یوه کال لپاره د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
د راپورونو له مخې، د هسپانیا ساحلي ګارډ د اتلانتیک سمندر د کانري ټاپوګانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، پاکستاني پولیس په بېلابېلو پلمو قانوني کډوال نیسي، اسناد یې څيروي او دغه راز د اسناد لرونکو کډوالو بانکي حسابونه يې هم بند کړي دي.