په کابل کې د سرې میاشتې اونۍ په مناسبت د اتو کلپونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د اوبو او انرژی وزارت وایي، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر مدیریت لاندې سیمو کې يې د اوبو مصرف د میټرونو د نصبولو پروسه پيل کړه.
د افغان – ترک تجارت شورا رییس وایي چې ۷۷ انسات شرکت په هرات ولایت کې د بادي برېښنا ابتدایي سروې او تجربوي کارونه پيل کړي دي.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا په ۵۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره، افغانستان ته د ۲۴۲منډو هدف وټاکه.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې د وزن پورتهکولو افغان ورزشکار فهیم رحیمي د چین په کوربهتوب په پارا المپیک اسیایي سیالیو کې خپل هندي او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړې.
د کابل ښاروالۍ وایي چې ټول اصناف، هټۍوال، د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو مالکان، موسسې او نور بنسټونه باید د لیکدړو «لوحو» په لیکلو کې له ملي او محلي اصطلاحاتو کار واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د غازي امان الله جام لېسټ اې کرکټ سیالیو شپږم پړاو د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه په ننګرهار کې پیلېږي.
د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ په «سنګ نویشته» سیمه کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت د ایوډینلرونکې مالګې تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان پاکستان ته ستره ماتې ورکړه او ددغه هېواد پر وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې دا لومړۍ بریا وه.
د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان په پنځوس اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره، افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف وټاکه.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د مسافرو خوندیتوب او هغوی ته د سفر معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه پرېکړه شوې چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر د بار لېږدولو اجازه نه لري.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په بغلان ولایت کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.