Language

بغلان کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په بغلان ولایت کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د المپیک ملي کمېټې او د ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د بغلان د بدنې روزنې او ورزش امریت او د فوټبال فدراسیون د ځایي استازولۍ له لوري د دغه ولایت د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې به په ټولیزه توګه ۵۵ لوبې ترسره شي چې ۱۱ اونۍ به دوام وکړي او د دې سیالیو موخه د غوره لوبغاړو پیدا کول دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو د پیل لوبه د «ستاره‌ها» او «عقاب» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې څلور د یوه ګولونو په توپير د عقاب لوبډلې وګټله.