Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او لرغونپوهان له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د رستم تاریخي ارګ (د زال کلا) چې د هېواد یو له مهمو تاریخي ځایونو ګڼل کېږي او اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی، بیاورغوي.
د تخار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې یو کس د یوې یوولس کلنې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.
د تخار امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د زر مینځلو تونل د نړېدو له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژغورل شوي دي.
د تخار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د پولیسو له لوري ۶۲۹۹ کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د درملو له ټيټ کیفیت او په خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو له ضعیفوالي شکایت لري او له مسوولینو غواړي څو دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، له شېرخان بندر څخه تر کندز ښار پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لېږد مزو د بدلولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د مناسب بازار نشتون له امله خلک اړ دي څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د دغه ولایت مرکز تالقان ښار ته سفر وکړي.
د کندوز ولایت په مرکز کې کابل بانک ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې کابل بانک ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله یوه کور ته ورغلي، یوه ښځه او سړی یې وژلي او پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.
د کندوز د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راستنو شوو افغان کډوالو ته د پنځو ښارګوټو جوړولو لپاره څه باندې ۱۳زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP