تالقان (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله یوه کور ته ورغلي، یوه ښځه او سړی یې وژلي او په دې تړاو یو تن نیول شوی دی.
د تخار امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول محمداکبر حقاني وايي چې د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار اړوند د چوبور په کلي کې دوه کسان یوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.
هغه زیاته کړه: «د غلو او د کور د کسانو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې، تر شخړې وروسته غلو د لرګي او چړې په وسیله یوه ۶۰ کلنه ښځه او یو ۷۳ کلن سړی په قتل رسولي او وروسته یې پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ جنسي تېری هم کړی دی.»
خو ده ونه ویل چې دغه ښځه او سړی په خپلو کې څه سره کېدل؟
حقاني دغهراز زیاته کړه: «د تخار ولايت د لومړۍ امنیتي حوزې د پولیسو منسوبین له هر اړخیزې څېړنې وروسته د پېښې ځای ته ورغلي او یو کس یې د قتل په تور نیولی چې د هغه په جامو کې د قتل څرګندې نښې او وینې وې او بل کس له سیمې تښتېدلی دی.»
ده وویل، پوليسو د بل کس د نيولو لپاره هم پلټنې او څېړنې پيل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP