Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې څه باندې شپږ زره کیلوګرامه تریاک نیول شوي

تالقان (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د تخار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د پولیسو له لوري ۶۲۹۹ کیلوګرامه تریاک نیول شوي دي.

د تخار امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کشفي معلوماتو په پایله کې یې د دغه ولایت په خطایان سیمه کې ۶۲۹۹ کیلوګرامه تریاک چې د ګازو په ټانګر کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یادو نشه‌يي توکو په تړاو دوه کسان نیول شوي او یاد ټانکر له بدخشان څخه تخار ته روان و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.