Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې یو کس د یوې ماشومې د قتل په تور نیول شوی

تالقان (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): د تخار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بنګي ولسوالۍ کې یو کس د یوې یوولس کلنې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «يو تن چې د تخار ولايت د بنګي ولسوالۍ د مغل قشلاق کلي اصلي اوسيدونکى دى، يوه ١١ کلنه نجلۍ یې د کورنيو ستونزو له امله په مرموز ډول د چړی په وسيله وژلې ده.»

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کس د امنیتي ځواکونو له له لوري نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی.

خو امنیه قوماندانی په دې اړه چې یادې وژل شوې نجلۍ له نیول شوي کس سره څه کورنۍ تړاو درلود، څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.