Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د میدانوردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د غزني د مرکز او ولسوالیو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کانګفو غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت په حوزوي روغتون کې د څلور سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د تور او زېر زېړي د تشخیص مرکز جوړ او پرانیستل شو.
د غزني ښاروالي وايي چې د لس میلیون افغانیو په لګښت یې د غزني ښار د واټونو رڼا کولو په موخه د څراغونو نصبولو چارې پيل کړې دي.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر سرپرست وزیر وايي، د وروستي قانون توشیح ځيني نړۍوال غبرګونونه پارولي خو دوی له خپلې پرېکړې نه تېریږي او ټینګار کوي چې نړۍوال دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې نه کوي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په رشیدانو ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د میدانوردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په غزني کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۵۰ اووریزې سیالۍ پيل شوې.
په غزني ولایت کې یوې موسسې لسګونو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په درېيو حرفوي برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
غزني ولایت کې د کرکټ لوبغاړو د پرلهپسې غوښتنو په پایله کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ یوه اکاډمي جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په غزني ولایت کې له میندو او ماشومانو د ملاتړ په موخه د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن