Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په غزني ولایت کې یوې موسسې لسګونو کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په درېيو حرفوي برخو کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
غزني ولایت کې د کرکټ لوبغاړو د پرلهپسې غوښتنو په پایله کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ یوه اکاډمي جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په غزني ولایت کې له میندو او ماشومانو د ملاتړ په موخه د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه.
د غزني یو شمېر فرهنګیان وايي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې ادبي او فرهنګې ناستې او فعالیتونه کمرنګه شوي خو مسوولین بیا وايي چې په فرهنګي برخه کې فعالیتونه او ناستې په منظم ډول روانې دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او اجرستان ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتون ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت ملکي روغتون ته غځېدلی سړک ډېر ویجاړ شوی چې باید ورغول شي.
په غزني کې د دغه ولایت، میدانوردګو، بامیان او دایکنډي ولایتونو ترمنځ د فوټسال یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
په غزني کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د درېیم پلان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
غزني کې د څه باندې ۵۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني په خواجهعمري ولسوالۍ کې د خلکو په اووه میلیون افغانۍ شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
په غزني کې د افغانستان ملي ګنجنې تر نامه لاندې د سیمهییزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن