د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ خلکو په خپل شخصي لګښت د ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره یو مجهز کتابتون جوړ کړ.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال او د اوبو یوه کانال جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په ناوې ولسوالۍ کې یې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکې جوړه کړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره په بازار کې د سون لرګي کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.
د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د میدانوردګو ولایت په مرکز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني ختمه شوه.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وایي چې په غزني ولایت د مخابراتي ستونزو د کمولو په موخه ۳۴ نور مخابراتي سایټونه هم جوړېږي.
د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ یوه غړي ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د غزني بدني روزنې او ورزش امریت وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سيالۍ پیل شوې.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د ممیزو د خرڅلاو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP