د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
حکومتي مسوولین وايي چې په غزني او میدانوردګو ولایتونو کې د بېلابېلو ترافیکو پېښو امله نهه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۸ میلیون افغانیو په ارزښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شپږ شبکې جوړیږي.
د غزني ولایت اجرستان او مالستان ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د بادونو په وسیله له غرونو د زیاتې واورې ښویېدلو له امله د دغو ولسوالیو لارې له دوو ورځو را په دې خوا د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د دوو ترافیکي پېښو له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.
د کب لسمه چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون کالیزه ده، نن په غزني ولایت کې د یوې مشاعرې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د غزني روغتیايي مسوولین وايي چې د روان کال په اوږدو کې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د ترافیکي پېښو له امله څلور زره ټپیان وروړل شوي دي.
په غزني او ننګرهار ولايتونو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدان وردګو او غزني کې د ترافیکو پېښو له امله د ښځو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.
د غزني ورزشي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پیل شوې چې د «طلوع منګور» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په غزني کې د ۱۳ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل شوې او څو ورځې به دوام وکړي.