د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وايي چې په راتلونکي لمریز کال کې به په غزني کې د یو شمېر نورو پروژو ترڅنګ د زردالو د اوبو بند د جوړولو چارې هم پيل شي.
د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یاد ریاست اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارنې په موخه د ښځو په ګډون له سلګونو کسانو ازموینه واخیستل شوه.
په غزني ولایت کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د پلنګهای همراز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د غزني ښاروالي وایي، ۲۵ ټُنه تاريخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر هټيو را ټول کړي وو، وسوځول.
د غزني ولایت سلګونو اوسېدونکو د جرمونو نړۍوالې محکمې له لوري د ا.ا د مشر او د قاضيالقضات د نیول کېدو وړاندیز په غبرګون کې لاریون وکړ.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوه کس مړی موندل شوی دی.
غزني ولایت ته د عامې روغتیا وزارت له لوري د ډاکټرانو استول شوې ډلې د شاوخوا ۳۷۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه کړې ده.
غزني کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ خلکو په خپل شخصي لګښت د ګېلان ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره یو مجهز کتابتون جوړ کړ.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال او د اوبو یوه کانال جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په ناوې ولسوالۍ کې یې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکې جوړه کړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې ده.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره په بازار کې د سون لرګي کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.