ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت لري

د غزني اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت لري

د غزني اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت لري
ارشیف

غزني ښار (پژواک، ۲ غويی ۱۴۰۳): د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو غږیز او انترنېټې خدمتونه بې‌کیفیته او کمزوري خو نرخونه یې بیا لوړ دي.

هغوی ټینګار کوي چې حکومتي مسوولین باید د دې ستونزې حل ته جدي پاملرنه وکړي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي حاجي جمعه پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې خلک غږيزو اړیکو او انټرنېټې خدمتونو ته ډېره اړتیا لري خو د ولسوالیو سربېره په ښار کې هم سم کار نه کوي.

هغه وایي: «تل له ستونزو سره مخ یو، په دې شپو ورځو کې ټیلېفوني اړیکو کیفیت واقعآ خراب شوی، په کورونو کي بېخي شبکې کار نه کوي، د خلکو اړین کارونه وي، شبکې ضعیفه دي، له هرې اړیکې سره بامو ته خېژو، نه کېږي چې په سم ډول خپل کارونه مخته یوسو.»

هغه شکایت کوي چې له یوې لوري د مخابراتي شبکو د خدمتونو کیفیت ډېر خراب دی او له بل پلوه یې نرخونه بیا ډېر لوړ دي.

دغه راز د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي او سوداګر رحمت‌الله پژواک ته وویل: «یو چا ته چې زنګ وهم، شل ځلې ټیلېفون قطع او وصل کېږي، بیا چې وصل هم شي په خبر نه سره پوهېږو.»

هغه وايي، کله نا کله د اړیکې پرمهال ټیلیفون شبکه ځواب ورکوي چې له ساحې نه بهر یې او بیا اړیکه هم پرې شي.

دغه راز د غزني د اندړو لسوالۍ اوسېدونکي نور پژواک ته وویل چې ډېر کله د ټیلېفون پیسې او یا هم د انټرنېټ اېم بي د مخابراتي شبکو له خوا پر خپل سر ګرځول کېږي.

هغه زیاته کړه: «له مخابراتي خدمتونو هېڅوک هم راضي نه دي؛ که مبایل ته کریډېټ واچوې پر خپل سر یې ګرځوي او همدارنګه مخکې به دې چې پنځه جي بي انټرنېټ فعال کړ، ډېر کار یې کاوه خو اوس شل جې بي د یو جي بي په اندازه کار هم نه کوي.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او د یادې ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.

بل لورته مسوولین وايي چې د مخابراتي ستونزو د حل لپاره دوی جدي اقدامات کړي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس مولوي عبدالولي طیب‌ احمد له پژواک سره خبرو کې وویل، په دغه ولایت کې د مخابراتو ریاست په چټکۍ سره د دغو ستونزو پر حل کار کوي.

نوموړي وویل: «تېر کال غزني کې ۵۵ نوي مخابراتي سایټونه فعال شوي او د روان کال لپاره د مخابراتو وزارت د TD پروژه هم منظوره کړې چې د سلام او افغان تلیکام ۲۶ نور سایټونه به هم فعاله شي.»

ده وویل: «په دغه ولایت کې مو په مخابراتي شبکو زور راوړو چې خپل خدمتونه ښه کړي، د ډېرو مخابراتي شبکو مسوولینو راسره منلې چې په نږدې راتلونکي کې به د غزني په ښار کې او یو شمېر نور سیمو کې هم نوي مخابراتي انتنونه نصب شي.»

هڅه مو وکړه چې د یادې ستونزې په اړه د مخابراتي شبکو د مسوولینو نظرونه هم ترلاسه کړو خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې اوسمهال یو دولتي او څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت لري خو خلک یې تر ډېره له خدمتونو راضي نه دي.

Visits: 327

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.