میدان ښار (پژواک، ۸ جوزا ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت د بهسودو لومړۍحصې ولسوالۍ په مرکز کې د رواشو فرهنګي میله په ځانګړو مراسمو سره ترسره شوه.
په دغه فرهنګي میله کې د میدان وردګو او بامیانو ولایتونو واليانو، د میدان وردګو ولایت مرستیال والي، امنیه قوماندان، د لوا قوماندان او د استخباراتو، د کرنې او مالدارۍ، سیندیزې حوزې او اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو، د یو شمېر نورو ارګانونو چارواکو او د یادې ولسوالۍ یو شمېر خلکو ګډون کړی ؤ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل: "د رواشو فرهنګي میله مو تېر کال رسمي کړې، سږ یې دویم کال دی، په ښو مراسمو سره مو ولمانځله."
نوموړي وویل، د رواشو مېله چې د اسلامي امارت په راتګ سره له تېرو دوو کلونو راهیسې په رسمي ډول د دغه ریاست له خوا د سيمې د اوسېدونکو په همکارۍ تر سره کيږي، یوه عنعنوي مېله ده او دا مېله د سیمهییز فرهنګ د ودې او د خلکو د یوالي لپاره یو غوره فرصت دی.
هغه وویل: "موږ هڅه کوو، دا ډول فرهنګي مېلو ته وده ورکړو او ترڅنګ یې رواشو ته د بازار موندنې زمینه هم برابره کړو.
په ورته وخت کې د دغې مېلې یوه تن تنظموونکي عصمت نثار پژواک ته وویل، دوه کاله کېږي چې د پسرلي په موسم کې د رواشو تر نامه لاندي دغه ډول مېله جوړیږي چې د یادې او نورو ولسوالیو ډېر شمېر اوسېدونکي په کي ګډون کوي.
هغه وویل چې د رواشو په دغه مېله کې اوس یواځي راټولېدنه کېږي، خو له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه غوښتنه کوي چې د رواشو تر نامه لاندي دي مشاعره تنظیم شي، تر څو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ورته خلک راشي.
پښۍ د میدانوردګو ولایت د بېلابېلو سيمو په غرونو کې د پسرلي په موسم کې را زرغونيږي او بیا د خلکو له خوا تر خاورو لاندې کيږي او له یوي میاشتې وروسته په رواشو بدليږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









