غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې ښار ته نږدې په عالي لالا دښته کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشتېدنې لپاره یو پنډغالی جوړ شو.
سېمهییز مسوولین وایي، په غزني ولایت کې یې څه باندې پنځه کارتنه تاریختېر خوراکي او غیرخوارکي توکي له نیول کېدو وروسته له منځه وړي دي.
په غزني ولایت کې د ۸۲ ورزشکارانو ترمنځ د هاشورافو یو پنځوسم پړاو سیالۍ په قفس کې ترسره شوې.
سېمه ییز مسوولین وایي، د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ولایت مقر ولسوالۍ څخه ناوې ولسوالۍ ته د غځېدلي ۶۲ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
غزني کې سیمهییزمسوولین وایي چې دغه ولایت کې د ۴۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت یو سربند او پنځه استنادي دېوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
غزني کې د کرنې برخې یو شمېر متخصصینو له کروندګرو غوښتي چې ممپلي، سویابین، شرشم، پنبه، زغر، کنجد، لمرګلی او داسې نورو نباتات وکري څو په دغه ولایت کې د غوړیو تولید ته زمینه برابره شي.
غزني کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سيالۍ ترسره شوې.
د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې (بوکسینګ) دوه ورځنۍ سيالۍ د دغه ولایت په دولتي جمنازيوم کې پیل شوې.
د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د یوه نړېدلي پله د بیارغولو چارې پيل شوې.
په غزني ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو لویو بندونو د بیارغولو ترڅنګ ۱۹ نوي چکډیمونه جوړېږي.
د غزني اندړو ولسوالۍ کې د یوې ترکي خیریه موسسې له خوا د یتیمانو لپاره د دیني او عصري زدهکړو په موخه د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په لکښت یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
غزنيښار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د روږدو ټولولو او درملنې بهیر پیل