ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ناوې ولسوالۍ د ۶۲ کیلومتره سړک رغولو چارې پیل شوې

د غزني ناوې ولسوالۍ د ۶۲ کیلومتره سړک رغولو چارې پیل شوې

غزنيښار (پژواک ۱۷لړم ۱۴۰۲): سېمه ییز مسوولین وایي، د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د غزني له مقر څخه تر ناوې ولسوالۍ پورې د غځېدلي ۶۲ کیلومتره سړک رغولو چارې پیل شوې.

د غزني والي امینجان عمري نن په دې اړه نیول شوو مراسمو کې وویل چې په دې پروژه کې د یاد سړک هوارکارۍ، جغل اچونې، پلچک جوړونې، د کنډکپر ځایونو ډکولو او د سېلابونو له امله د سړک تخریب شوو برخو  رغونې چارې شاملې دي.

هغه وویل چې د دې پروژې چارې به د دوو میاشت په موده کې بشپړې شي.

د هغه په خبره، د یاد سړک پر رغونه چې د ټولګټو چارو ریاست به هم د وسایلو او وسایطو همکاري کوي، شپږ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د دغه ولایت مقام له لوري ورکول کېږي.

د غزني ټولګټو چارو ريیس ملا محبالله عباس هم وایي چې د دغه سړک په اوږدو کې به ۱۱۳ غټ او واړه پلچکونه هم جوړ شي.

د ناوې ولسوالۍ د نانګه سېمې یوه قومي مشر شمسالحق وایي چې په اوسني پيل شوي کار خوشحاله دي او هیله یې څرګند کړه چې دغه سړک په اساسي ډول ورغول شي.

هغه وویل چې هر کال د ژمي موسم کې د سېلابونو له امله دغه لاره خرابه وي او خلک د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

ناوه د غزني له ښاره سوېل ته ۱۷۰ کیلومتره لرې پرته ولسوالۍ ده چې تر شپږ سوه ډېر کلي لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.