په غزني کې د څارویو د پوستکي ویروسي ناروغۍ (لمپي سکن) سلګونه غواګانې مړې کړې او زرګونه نورې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
غزني (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په یوه تازه ګام کې یې د غزني ښار له واټونو د سوالګرو ښځو ټولول پیل کړي چې
د غزني د ګېرو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغې ولسوالۍ یو لوی پل نړېدلی چې له مرکز غزني او نورو ولسوالیو سره یې د دوی لاره تړلې ده.
د غزني برېښنا شرکت وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په مرکز کې ۲۶۲۳ کورنۍ له وارداتي برېښنا برخمنې شوې او پر دې پروژه شاوخوا ۳۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
د غزني امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن ماشوم د خپل کور څاه ته له کوزېدو وروسته ګاز نیولی او مړ شوی دی.
د غزني د مرکز اړوند په قرهباغي سیمه کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.
د غزني ولایت مرکز اړوند د اسلامي ثقافت واټ پر غاړه د ویجاړو شوو روسي وسایطو ترڅنګ د امریکايي او ناټو ځواکونو یو شمېر ویجاړ شوي پوځي وسایط هم نندارې ته اېښودل شوي دي.
د غزني ګڼ اوسېدونکي وايي، په دې وروستیو کې د مخابراتي شبکو د مکالمې او انټرنیټي خدماتو کیفیت سخت خراب شوی چې د هغوی ورځنۍ چارې، کاروبار او سوداګریز معاملات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د غزني اوسېدونکي وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه ولایت د پاسپورټ اداره تړلې او خپلې خدماتي چارې یې ځنډولې چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
په غزني ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې د دوو مرکزونو مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د وسایلو له کمښت سره مخ شوي چې د دوی خدمات یې ټکني کړي دي.
غزني (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): غزني مېشتي کوچیان د وچکالۍ او څرځایونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغې ستونزې اړ کړي چې خپل څاروي