ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږنۍ وچکالي په غزني کې کوچیان په نیمه بیه د څارویو پلور ته اړ کړي

سږنۍ وچکالي په غزني کې کوچیان په نیمه بیه د څارویو پلور ته اړ کړي

غزني (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): غزني مېشتي کوچیان د وچکالۍ او څرځایونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دغې ستونزې اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري.

د غزني د مرکز اړوند یوه کوچي لعل‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، سږنۍ وچکالي د ده په ګډون ډېری کوچیان اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري.

هغه زیاته کړه: «سږ کال وچکالۍ ډېر زور کړی دی، څرځایونه وار له مخه وچ شوي، شنه بوټي او واښه په سختۍ پیدا کېږي نو ځکه اړ شوم چې خپل سلګونه څاروي په نیمايي بیه وپلورم، اوس ډېر کم څاروي راپاتې دي چې هغه هم د خوراک له کمښت سره مخ دي.»

دی وايي، که وضعیت داسې روان وي نو کوچیان او مالداران به له شته مالدارۍ هم خلاص شي.

نوموړي وویل، دغه حالت د څارویو بیې هم ټیټې کړې دي؛ یعنې چې پخوا یو پسه له ۱۵ تر ۲۰ زره افغانیو بیه لرله اوس یې بیه له ۸ تر ۱۰ زره افغانۍ ده.

د ګل‌محمد په نوم یوه بل کوچي چې د غزني مرکز په کایوان دښته کې یې د پسونو رمه څروله، له پژواک سره په خبرو کې وویل، پخوا به هر کال څرڅایونه د غبرګولي میاشتې تر پایه شنه وو چې تر ډېره د څارویو ګذران ورباندې کېده خو سږ کال د وچکالۍ له امله څاروي د خوراک او اوبو له کموالي سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال یو من ریشقه په ۴۰۰ افغانۍ ده، که یو پسه د ورځې یو من ریشقه خوري نو خپلو څلور سوو څارویو ته به د ورځې څلور سوه منه رشقه اخلم چې ۴۰ زره افغانۍ کېږي او موږ دومره توان نه لرو.»

دی وايي، پخوا به هر کوچي له دوه تر پنځه سوه څاروي لرل چې له دې لارې یې خپلې اړتیاوې پوره کولې خو اوس نه څاروي ساتلای شي او نه هم کورنۍ.

په غزني کې د کوچیانو مشر محمدګل کوچي پژواک خبري اژانس ته وویل، غزني ولایت پراخې سیمې، دښتې او غرونه لري چې کوچیان د اوړي په موسم کې د خپلو څارویو د ښې ساتنې په موخه له نورو ولایتونو دغه ولایت ته راځي.

هغه زیاته کړه: «روانې وچکالۍ ټول هېوادوال ځپلي چې کوچیان هم ورڅخه پاتې نه دي خو له موږ سره تر اوسه نه حکومت مرسته کړې ده او نه موسساتو، نو ځکه کوچیان اړ شوي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري.»

دی وايي، څاروي با ارزښته شتمني ده چې ساتنه یې مستقیماً په څرځایونو پورې اړه لري، ځیني څاروي د خوراکي توکو مهمه سرچینه ګڼل کېږي لکه غوښه او شیدې او ځیني نور بیا د پوستکو او وړیو له امله صادراتي او اقتصادي ارزښت لري.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ټولنو غوښتنه کوي چې د کوچیانو او مالدارو ستونزو ته جدي پام وکړي که نه نو روانه وچکالي به مالداري سخته وځپي.

د غزني د سیندیزې حوزې رییس مولوي اسدالله منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل پخوا یو شمېر موسساتو له څارویو لرونکو او بزګرانو سره مرستې کولې چې اوس نه کېږي.

هغه زیاته کړه، حکومت ژمن دی چې د باران اوبه مهار کړي او یو شمېر چیک ډیمونه جوړ کړي چې له دې سره به د کوچیانو او مالدارو ستونزې تر ډېره حل شي.

غزني مېشتي کوچیان په داسې حال کې له وچکالۍ سر ټکوي او وايي چې د دوی پر مالدارۍ یې ناوړه اغېز کړی چې دغې ستونزې کرنه هم زیانمنه کړې ده.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.