د غزني د مرکز اړوند په پښتوناباد سیمه کې یوه ۱۶ کسیزه کورنۍ – چې له درېیو ماشومانو او یوې مېرمنې پرته یې نور ټول غړي نابینایان دي – له ستونزو او کړاوه ډک ژوند تېروي.
که څه هم سږ کال وچکالۍ د غزني ټولې ولسوالۍ ځپلې خو د دغه ولایت له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې زنهخان هغه ولسوالي ده چې وچکالۍ تر نورو ډېره ځپلې ده.
یوې ډلې غزني مېشتو ځوانانو، په غزني ښار کې د سړک غاړې ته د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی، څو خلک مطالعې او کتاب لوستلو ته وهڅوي.
غزني (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني ولایت د ښوونځیو زدهکوونکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي او دې
د غزني د اندړو ولسوالۍ قومي مخورو په یوه تازه ګام کې د ولور کمولو او په ودونو کې د ډېر لګښت نه کولو پرېکړه کړې ده.
د غزني ښار اړوند د کابل- کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د غزني سلمانان شکایت کوي، له هغه وروسته چې امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست پرې د خلکو ږیرې خرېیلو او سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی، کارونه یې په ټپه درېدلي دي.
د غزني چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې ۵زره کسان د غنمو په بدل کې په کار ګومارل شوي چې د ویالو په پاکولو او کلیوالي سړکونو په جوړولو بوخت دي.
په غزني کې په داسې حال کې ګڼو نجونو په کورونو کې زدهکړو ته مخه کړې چې د «اسلامي امارت» په راتلو له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې په ځینو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د غزني یو شمېر فلزکارانو د پخلي لپاره د لمریزې تودوخې هېندارې جوړې کړي چې د خلکو لپاره د لرګیو، ګاز او تېلو ښه بدیل ګرځېدلی دی.