ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د اندړو ولسوالۍ مخورو د ولور او ودونو د لګښت کمولو پرېکړه وکړه

د غزني د اندړو ولسوالۍ مخورو د ولور او ودونو د لګښت کمولو پرېکړه وکړه

غزني (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ قومي مخورو په یوه تازه ګام کې د ولور کمولو او په ودونو کې د ډېر لګښت نه کولو پرېکړه کړې ده.

دغه راز قومي مخورو جبري ودونه، له قانوني عمره کښته ودونه او په بدو کې د نجونو ورکول د اسلام د لارښوونو خلاف کړنې ګڼلې او پرېکړه یې کړې چې که کومه کورنۍ ترې سرغړونه وکړي، نو جریمه به شي.

د اندړو ولسوالۍ یوه قومي مشر خیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ مشران له هغه وروسته داسې یوه پرېکړه کوي چې دلته نه یوازې ډېر ولور اخیستل کېږي، بلکې په ودونو کې ډېر لګښت هم کېږي.

دی زیاتوي، له همدې امله ځوانان د ولور پیسو ګټلو او واده لګښت پوره کولو په موخه ګاونډیو هېوادونو ته په تګ مجبور شوي او هلته ډېرې سختۍ ګالي.

د نوموړي په خبره، قومي مشرانو پرېکړه کړې چې د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ تر ۳۰۰زره افغانیو ډېر ولور نه شي اخیستلای، که کومه کورنۍ دا پرېکړه علمي نه کړي نو جریمه به شي.

هغه وویل: «له ېوې خوا د خلکو اقتصادي وضعیت سخت خراب دی، له بلې خوا بې‌کاري او بې‌روزګاري ده، په دغسې حالت کې د ډېر ولور اخیستل او په ودونو کې ډېر لګښت کول لوی ظلم دی، دغه کار ځوانان بهر ته په تګ مجبور کړي او یا هم په نشو روږد کړي دي.»

د سیمې یوه بل قومي مشر حاجي انور پژواک خبري اژانس ته وویل، اندړ د غزني لویه ولسوالي ده چې مرجانخېل، موسی‌خېل او اندړ قومونه پکې مېشت دي؛ دغو قومونو په ګډه د ولور کمولو، په ودونو کې د ډېر لګښت نه کولو او نورو بدو رواجونو د مخنیوي پرېکړه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د قومي مشرانو دا پرېکړه به یو مثبت خوځښت رامنځته کړي، د نورو سیمو مشران هم باید ورته پرېکړې وکړي او د بدو دودونو او رواجونو مخنیوی وکړي.»

ها خوا، د دغې ولسوالۍ یو ځوان رحمت‌الله د قومي مشرانو د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، دوه کاله کېږي چې کوژده یې کړې ده خو تر اوسه یې د ولور او واده د لګښت پیسې نه دي برابرې کړي.

هغه زیاته کړه: «د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ څخه د لوړ ولور ترڅنګ د واده لګښت هم غواړي چې دغو ملا ماتوونکو لګښتونو ډېر ځوانان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.»

نوموړی غوښتنه کوي چې د مخورو دا پرېکړې دې په جديت پلي شي او سرغړوونکي دې جریمه شي.

د غزني دیني عالمان هم د مخورو له خوا د کم ولور اخیستلو او په ودونو کې د ډېر لګښت نه کولو پرېکړه پر ځای بولي او وايي، په دې برخه کې د قومي مشرانو ملاتړ کوي.

د مولوي ظهور احمد اصف په نوم یوه دیني عالم پژواک خبري اژانس ته وویل، د قومي مخورو د هغو پرېکړو ملاتړ کوي چې د خلکو ګټې پکې وي او ټولنیزې ستونزې ورباندې حلېږي.

دی وايي، مخور او مشران دې د نورو ټولنیزو ستونزو د حل لپاره وخت په وخت جرګې او مرکې جوړې کړي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب‌الله مجاهد هم د اندړو ولسوالیو د مخورو دا تازه پرېکړه ستايي او د نورو سیمو له مشرانو هم غوښتنه کوي چې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره ورته ګامونه واخلي.

د غزني ولایت د اندړو مخور په داسې حال کې د ولور او واده لګښت کمولو پرېکړه کوي چې په دې ولسوالۍ کې د ناوې کورنۍ د زوم له کورنۍ ان یو میلیون افغانۍ هم د ولور په توګه اخیستې دي.

Visits: 1520

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.