ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني سلمانان: کارونه مو په ټپه درېدلي دي

د غزني سلمانان: کارونه مو په ټپه درېدلي دي

غزني (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني سلمانان شکایت کوي، له هغه وروسته چې امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست پرې د خلکو ږیرې خرېیلو او سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی، کارونه یې په ټپه درېدلي دي.

په دې وروستیو کې د غزني په ګډون په ځینو ولایتونو کې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاستونو له خوا، د ږیرې نه خرېیلو او سټایلي وېښتانو نه جوړولو په ګډون یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

د غزني سلمانان وايي، د یاد شوي ریاست کسان په وار وار دوی ته هم ورغلي او ورڅخه یې غوښتي  چې د خلکو ږیرې به نه خرېیي او سټایلي وېښتان به نه جوړوي، که نه نو سزا به وویني.

دوی زیاتوي، له همدې امله یې روزګار اغېزمن شوی او نه شي کولای خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي.

شاه محمد چې په غزني ښار کې سلماني لري، یو له هغو کسانو دی چې وايي، له دغه بندیز وروسته یې کار په ټپه درېدلی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست کسان د غزني ټولو سلمانیو ته ورغلي او هغوی ته یې ویلي چې ږیرې به نه خرېيي، په ږیرو کې به خطونه نه اچوي، سټایلي وېښتان به نه جوړوي، که څوک سرغړونه وکړي، دوکان یې تړل کېږي او سزا ورکول کېږي.

دی زیاتوي: «له دغه امر وروسته مې کار په ټپه درېدلی، د دوکان کرایه، د برېښنا بل، د شاګردانو معاش او نور لګښتونه له خپل جېبه ورکوم.»

د عطاالله په نوم یوه بل سلمان پژواک اژانس ته وویل، دوی ته ویل شوي چې د خلکو ږیرې کمې نه کړي، وېښتان یې ډولي جوړ نه کړي، خو دغه محدودیت یې کاروبار زیانمن کړی.

هغه زیاته کړه: «موږ اوس د کار د نشتوالي او بې کارۍ له امله له فقر سره مخ یو، له وېرې د چا ږيره نه شو خرېیلای او وېښتان یې نه شو جوړولای.»

بل خوا، د غزني ګڼ شمېر ځوانان هم وايي چې د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لګول شوو محدودیتونو وروسته زړه نه شي کولای چې ږیرې وخرېیي او یا سټایلي وېښتان جوړ کړي.

د غزني ښار یوه ځوان ګلاب خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د یاد شوي ریاست ځینو محدودیتونو خلک، په ځانګړې توګه ځوانان خپه کړي دي، حکومت ته په کار ده چې له نرمښته کار واخلي.

دی زیاتوي، له هغه وروسته چې امر بالمعروف ریاست ځیني محددیتونه لګولي نو ږیره یې پرې ایښې او بیا یې هڅه نه ده کړې چې په خپله خوښه وېښتان جوړ کړي.

د غزني د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست وايي، سلمانان نه شي کولای د دوی له اوامرو سرغړونه وکړي.

د دغه ریاست سرپرست مولوي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د خپلو اصولو او امارت له پالیسۍ سره سم مو سلمانانو او حمامونو ته خبر ورکړی چې د خلکو ږیرې به نه خرېیي، د خلکو سرونه به په انګرېزي موډ او فېشن نه جوړوي، دا کارونه د اسلامي دود خلاف دي، ټول کورني او بهرني عالمان یې مخالف دي، کومه طریقه چې د حضرت محمد ص ده، باید په هغه طریقه د خلکو سرونه کم کړي.»

هغه زیاته کړه، د پېغمبر ص د احادیثو له مخې د ږیرې خرېیل حرام دي، څوک چې یې خرېيي کبیره ګناه کوي.

دی وايي، دا امر یې یوازې د غزني ښار سلمانیو ته نه، بلکې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو سلمانیو ته کړی دی.

نوموړي وویل: «له ټولو سلمانانو غوښتنه کوو چې د خلکو سرونه ساده جوړ کړي، ږیرې دې نه خرېیي، په ږیرو کې دې له خطونو او ډیزاینونو ډډه وکړي، که څوک سرغړونه وکړي نو د امارت له سخت غبرګون سره به مخ شي.»

د ږیرې نه خرېیلو او سټایلي وېښتانو نه جوړولو ترڅنګ په رسنیو، موټرو، ودونو او نورو ځایونو کې د موسیقۍ نه اورېدل، په ټکسي یا رېکشا کې د یوې ښځې نه تګ، د حجاب مراعاتول او نور هغه محدودیتونه دي چې امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست په دې وروستیو کې په غزني ولایت کې لګولي دي.

Visits: 168

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.