Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل یو شمېر ښاریان د برېښنا پرچاویو له ډېرېدو شکایت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي خو د برېښنا شرکت وايي، پر یوه مهالوېش کار روان دی چې له مخې به یې په منظم ډول ښاریانو ته برېښنا ووېشل شي.
د صنعت او سوداګري وزارت وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۶۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې او مالیزیايي غوړیو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تر درېیو راتلونکو ورځو پورې په سخت سوځېدلي او د هډوکو پر ناروغیو اخته ۸۹ ماشومان د درملنې په موخه المان ته لېږدول کېږي.
د ۷۷ ترکي شرکت مشر د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، د اړوند وزارت د هوکړې په صورت کې غواړي په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په ښځو کې د سینې سرطان په نړۍ کې یو له تر ټولو ډېرو خپرو شوو سرطانونو بللی او ویلي یې دي، د دې ناروغۍ ډېری موارد د «ماموګرافي» معایناتو له ترسره کولو پرته د تشخیص وړ دي.
د کابل ښار یو شمېر خلک په هوټلونو کې د ودونو مراسمو ته د نابللو کسانو له ورتګه شکایت کوي، بلخوا، د چارو پوهان په دغه ډول مراسمو کې د نابللو کسانو ګډون «ناسم فرهنګ» بولي او وايي، حکومت باید د دې ستونزې هواري لپاره یو میکانيزم رامنځته کړي.
افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولۍ اعلان کړی چې د هېواد د ۲۲ ولایتونو له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره یې د ۱.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د درملو او روغتیایي کېټونو مرسته کړې ده.
نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیټ شوی خو د مالیزیایي غوړیو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو، هندي بورې، مالیزیایي غوړیو او پټرول او ډیزلو بیې ټیټې خو د سروزرو بیې لوړې شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست د «فرهنګونو اتحاد» فورم ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې سنپټرزبورګ ښار ته ولاړ.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو، هندي بورې، پټرول تېلو او مایع ګاز بیې ټیټې خو د مالیزیایي غوړیو او سروزرو بیې لوړې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP