ژبه

د سویس فدرالي محکمې د شخصي شرايط لرونکو افغان کډوالو د ایستلو جواز ورکړی

ویدا قلندري

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۰

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د سویس فدرالي اداري محکمې ویلي چې د ځانګړو شخصي شرایط‌لرونکي افغانان په ځینو مواردو کې له سویس څخه افغانستان ته ایستل کېدای شي.
د سویس خبري رسنۍ (SWI) د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې دغې محکمې له سویس څخه د یوه ځوان افغان د ایستلو د پرېکړې پر وړاندې د هغه د استیناف غوښتنه رد کړې ده.
د راپور له مخې، د محکمې قاضیانو د حکم له صادرولو مخکې په افغانستان کې امنیتي او بشري وضعیت بیا ارزولی دی.
سرچینې د محکمې له قوله لیکلي چې د افغانانو بېرته افغانستان ته ستنول باید لا هم محدود وي؛ خو په هغو مواردو کې چې یو کس مناسب شخصي شرایط ولري، افغانستان ته یې ایستل جواز لرلی شي.
په راپور کې راغلي چې دغه حکم د افغانستان پر ټولو سیمو د پلي کېدو وړ بلل شوی دی.
د دې قضیې دوسیه د یوه ځوان افغان په اړه ده چې کاري سابقه لري او ویل شوي چې په کابل کې د کورنۍ د یوې شبکې له ملاتړه هم برخمن دی.
د سویس د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د دغه کس د پناه غوښتنه رد کړې او له هغه یې غوښتي وو چې سویس پرېږدي.
د راپور له مخې، دغه حکم ښایي افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د سویس د تګلارې د بدلون څرګندونه وکړي؛ ځکه له دې مخکې افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوې وې.