Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۴ اسد ۱۴۰۳): د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته یو شمېر زدهکوونکې او د پوهنتونونو محصلینې په هېواد کې واک ته د
د هېواد یو شمېر ځوانانو بېکاري لویه ستونزه بللې، تېر حکومت یې د کارموندنې برخه کې پر بېکفایتۍ تورن کړی او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.
اړوندې ادارې وايي چې د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د سخت ورښت، سېلابونو راتلو او سیندونو اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی دی.
د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې او ویې ویل چې د ښوونځیو له فارغانو اتل خان او له دیني مدرسو څخه زینالله یوسفي لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هېواد په دوولسو ولایتونو کې نن او راتلونکې دوه ورځې د نسبتاً سخت ورښت، سېلابونو راتلو او د سیندونو اوبو پورته کېدو اټکل شوی دی.
پر نشهیي توکو روږدی یو ۲۹ کلن افغان چې د نشو پرېښودو او ځان درملنې په موخه د امریکا له متحده ایالتونو افغانستان ته راغلی وايي، د امریکا په نسبت په افغانستان کې د روږدو درملنې خدمات غوره دي.
کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې بیه ټیتې شوې خو د نورو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د دخانیاتو نه کارول او له سبزیجاتو او مېوو ډېره استفاده پر سرطان د اخته کېدو خطر را کموي.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د مالیزیايي غوړیو بیه لوړه شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) خبر ورکوي چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه سبا جوړېږي چې په ژوندۍ بڼه به ترسره شي.
د کابل امنیې قوماندانۍ د اختر ورځو کې د امنیت له تامینه ډاډ ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې په دې ورځو کې دې له هوایي ډزو، د پټاکیو او پلاستیکي وسلو له پېر او پلوره ډډه وکړي.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د سروزرو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP