Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو زرګونه ناروغانو ته د وړیا خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې کمپونه جوړیږي.
نن کابل ښار کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د غوړیو، ډېزل تېلو، ګازو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د هندي بورې بیه تیټه شوې ده.
بامیاني مېرمن ضیاءګل چې خاوند یې له بلې ښځې سره له واده وروسته هغه له خپلو پنځو ماشومانو سره له کوره شړلې، د خپل ژوند له ستونزو ځوریږي او وايي، هر هغه نارینه چې دویمه او درېیمه ښځه کوي، باید د خپلو مېرمنو ترمنځ بېعدالتي ونهکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت د نن او راتلونکو دوو ورځو لپاره د نسبتاً شدیدو ورښتونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی دی.
افغاني سره میاشت په کابل ښار کې د رواني او عصبي ناروغانو د وړیا درملنې له پیلېدو خبر ورکوي.
ځيني کورنۍ د نوي زېږېدلو ماشومانو غوږونو د درد درملنې لپاره له کورنۍ درمنلې لکه د ماشوم غوږ کې غوړي یا د مور شیدې څڅوي خو ډاکټران داسې کړنې خطرناکې بولي او توصیه کوي چې په داسې مواردو کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د مالیزیایي غوړیو، قزاقي اوړو او سروزرو بیې لوړې شوې خو د هندي بورې بیه ټیټه شوې ده.
کامرون کې یوې نجلۍ ته د ملاریا لومړني واکسین له تزریق کېدو وروسته د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه واکسین موثرتوب په صورت کې به هڅه وکړي څو دغه واکسین له مرستهکوونکو ترلاسه کړي.
د زدهکړو نړۍوالې ورځې سره هممهاله د بښنې نړۍوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې نجونې د خپلو ښوونځيو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه کوي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سبا (دوشنبه) د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین فرعي کمپاین له پیلېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي چې د دې ناروغۍ د له منځه تلو لپاره خپل له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.
ډاکټرا وايي، شری یوه ساري ناروغي ده او کورنۍ باید خپل ماشومان د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي، روغتیا او چاپېریال ساتنې ته پام وکړي او پر دې ناروغۍ اخته کسان دې ژر ژره روغتون ته ورسوي.
د کابل ښار په قلعه فتحالله سیمه کې یوه بولاني پخوونکې مېرمن له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي څو د بولاني دغه دوکان پر یوه لوی رسټورانټ بدل او لسګونه نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP