دوې لاسيپلورونکې مېرمنې چې سره همکارانې او د لیوره ښځې هم دي او خپلو کورنیو ته د اعاشې برابرولو په موخه له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په سړکونو کې کار کوي، له حکومته غواړي چې له دغسې ښځو ملاتړ وکړي او د خوندي کار زمینه ورته برابره کړي.
د ۱۳ ملي پروژو د امنیت خوندیتابه لپاره د تشکیلاتو جوړول، د نشهیي توکو د ۲۹ کارخونو له منځه وړل، د ښوونیزو مرکزونو او یو شمېر غېر فعالو سیسټمونو بېرته فعالول، د یوې لویې اندازې نشهیي توکو کشف او ضبط او په تړاو یې د څه باندې ۲زره کسانو نیول د کورنیو چارو وزارت له یو کلنو لاستهراوړنو څخه دي.
نن د تېرې شنبې په پرتله د هندۍ بورې بیه لوړه شوې او د پاکستانۍ وریجو او روسي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي.
کونډه ثریا چې د خپل عمر تر دوې لسیزې ډېره موده یې د ګرم تناره ترڅنګ او خلکو ته په ډوډۍ پخولو تېره کړې، هیله لري چې لوڼې یې زدهکړې وکړي؛ هغه له حکومته غواړي څو هر څه ژر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۱): ځیني انټرنټي سایټونه په داسې حال کې «الرګارډ» شربت د کرونا په درملنه کې اغېزناک ګڼي چې د طب برخې
په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، هندۍ بورې، مالیزیایي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې، خو د اوبلن ګازو، پاکستانۍ وریجو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
ځينو انټرنیټي سایټونو د «خوږولي» ریښه د کرونا د درملنې لپاره د درملو په توګه وړاندې کوي، خو د طب برخې پوهان د دغې موضوع په ردولو سره له خلکو غواړي چې پر دغه ډول مطالبو باور ونه کړي او پر ځای یې روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه رعایت کړي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره د ۵۲ میلیونه افغانیو عوایدو ترلاسه کولو، ۷ میلیونه افغانیو مالیاتي باقیداریو د راټولولو او د حکومت خزانې ته یې د سپارلو خبر ورکوي او وايي، په تېر یوه کال کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ۹ لېسو انسټیټیوټونو ته ارتقا کړې ده.
کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د طب برخې پوهان او دیني عالمان میندو ته سپارښتنه کوي چې خپل ماشومان تر دوو کلونو له خپلو شیدو
نن د تېرې شنبې په پرتله، د نفتي توکو بیې رالوېدلې او د هندۍ بورې بیه لوړوالی ښيي.
. . .
ځینو انټرنټي سایټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې چې «ایورمکټین» درمل کولای شي د کرونا ویروس په ۴۸ ساعتونو کې له منځه یوسي؛ خو د طب برخې پوهانو د دغې موضوع د ردولو ترڅنګ خلکو ته سپارښتنه کړې چې له دغو درملو هیڅکله استفاده ونه کړي.