کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د طب برخې پوهان او دیني عالمان میندو ته سپارښتنه کوي چې خپل ماشومان تر دوو کلونو له خپلو شیدو تغذیه کړي؛ ځکه د مور له شیدو تغذیه د ماشوم او مور په روغتیا کې مهم رول لري.
دا په داسې حال کې ده چې ځینې میندې ماشومانو ته د خپلو شیدو پر ځای مصنوعي شیدې ورکوي.
په کابل ښار کې د ملالۍ زېږنتون رییسې او د نسایي ولادي برخې متخصصې ډاکتر ملالۍ فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د مور شیدې د ژوندیو ترکیباتو په ګډون د بنیادي سلولونو، د وینې سپین کرویات او ګټورې بکتریاوې او دغهراز نورې فعالې بیولوژيکي اجزاوې لکه انتي باډي، انزایمونه او هورمونونه لري چې دا ټول له میکروبونو سره په مبارزه، د ناروغیو په مخنیوي او دغهراز د ماشوم په نورماله وده کې د پام وړ اغېز لري.»
هغې تر دوو کلونو ماشوم ته د مور شیدو ورکولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د مور په شیدو د ماشوم تغذیه ډېره مهمه ده، هغه میندې چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي، هغه ماشومان دي چې له جسمي او رواني پلوه په پوره ډول نورمال دي او د ښوونځي په دوران کې د دغه ډول ماشومانو حافظه ډېره ښه وي.»
هغې زیاته کړه، هغه ماشومان چې د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي، د نورو ماشومانو په پرتله د هضمي سیسټم (د معدې او کولمو)، زکام، انفولانزا، غوږونو او سینې پر ناروغیو کم اخته کېږي.
نوموړې وویل: «د یوه ماشوم لپاره د مور له شیدو پرته هېڅ خواړه سالم نه دي؛ کله چې ماشوم د مور له سینې په شیدو رودلو پیل وکړي، د مور د بدن ګټور هورمونونه هم په ازادېدو پیل کوي.»
د ډاکتر فیضي په خبره، هغه میندې چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي، د مور او ماشوم ترمنځ یوه عاطفي اړیکه رامنځته کېږي، د سینې د سرطان مخنیوی کېږي، د اولادونو ترمنځ واټن تنظیموي او د مور له ډېر وزن اخیستو هم مخنیوی کوي.
د هغې په وینا، د مور شیدې هم خواړه دي او هم درمل، د مور شیدې باید ماشوم ته دوه کاله ورکړل شي؛ ځکه د مور په شیدو کې ټول منرالونه شته او په شپږو لومړیو میاشتو کې ماشوم ته د خوړو لپاره د مور له شیدو پرته بل څه نه توصیه کېږي.
هغې زیاته کړه چې د مور شیدې صحي او اقتصادي دي او ټول وېټامینونه لري او هغه ماشومان چې د مور له شیدو تغذیه کېږي، له هر پلوه روغ وي.
د هغې په خبره، هغه میندې چې ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي، د ډېر وزن له اخیستو یې مخنیوی کوي، د زړه، فشار او سینې پر سرطان د اخته کېدو امکان یې کمېږي.
دغهراز په کابل کې د شفاجو خصوصي روغتون د نسایي ولادي برخې متخصصې نجمالسما شفاجو پژواک ته وویل: «شیدې ورکول هم مور او هم ماشوم ته ډېره ګټه لري، د ماشوم د ودې لپاره د مور شیدې ډېرې ګټورې دي، د مور شیدې هم اوبه دي او هم خواړه، که ماشوم ته له دواړو سینو له ۱۵ دقیقو ډېرې شیدې ورکړل شي، نو دا د میندو لپاره له پرله پسې حمل اخیستو مخه نیسي.»
د هغې په وینا، که یوه مور دوه کاله خپل ماشوم ته شیدې ورکړي، نو د زړه پر ناروغۍ له اخته کېدو به خوندي وي.
هغې زیاته کړه: «د ماشوم لپاره د مور شیدې بې شمېرې ګټې لري؛ د ماشوم د دماغي، فزیکي او بدني سیسټم په وده کې مهم رول لري، هغه ماشومان چې د مور له شیدو تغذیه کېږي، ذکي او حوصلهناک وي.»
هغې وویل، که یو ماشوم د مور لومړنۍ شیدې (ورږه) وخوري، ډېر به قوي او د بدن معافیت سیسټم به یې ډېر منظم وي.
شفاجو زیاته کړه: «میندې باید خپل ماشومان تر شپږو میاشتو یوازې له خپلو شیدو تغذیه کړي؛ د یوه ماشوم وده د مور له شیدو سره تړلې ده.»
نوموړې زیاته کړه، که مور خپل ماشوم ته شیدې نه ورکوي، د سینې پر سرطان اخته کېږي، د پرلهپسې حمل اخیستو لامل یې ګرځي او د زړه پر ناروغیو اخته کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مبارک دین هم تر دوه کلنۍ د مور له شیدو د ماشوم پر تغذیې ټینګار کوي.
په کابل ښار کې یو دیني عالم مفتي شمسالرحمن فروتن پژواک سره خبرو کې وویل: «د شریعت له مخې، د مور په شیدو د ماشوم تغذیه فرض ده؛ ځکه الله ج په قرانکریم کې فرمایي، میندې دې خپلو ماشومانو ته تر دوو کلونو شیدې ورکړي، خو که ماشوم له دوو کلونو مخکې د مور شیدو ته اړتیا ونه لري، کولای شي شیدې پرې بندې کړي.»
د هغه په خبره، که کومه مور په قصدي ډول شیدې نه ورکوي، نو د ماشوم حق یې تر پښو لاندې کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «که ماشوم د مور شیدې نه خوري او یا یې مور شیدې ونه لري، پلار باید ماشوم ته یوه دایه پیدا کړي.»
Visits: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن