Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست ښاروال وايي چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې یې ١٤١ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
د خوست د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ په خلبيسات ښارګوټي کې د تازه مېوو او سبزیو پلورونکو لپاره نوی بازار جوړېږي.
د خوست يو شمېر زلزلهځپلې کورنۍ وايي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي.
د خوست روغتيايي سرچینې وايي، وړمه ورځ د دغه ولایت په مرکز کې یوې مېرمنې په یو ځل څلور ماشومان زېږولي او څلور واړه هلکان دي.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولين وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د جنګ دواړو غاړو يتيمانو او د شهيدانو وارثينو ته په مساوي ډول حقوق ورکول کېږي او ترمنځ يې هيڅ توپير نه کېږي.
د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.
په خوست کې یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال له حکومته وغوښتل چې ولس دې سره یو موټی او پر ځان راټول کړي.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ اړوند د زوړکوټ په مرکزي ښوونځي کې د يوه علمي بنسټ له خوا عامه کتابتون جوړ شو چې له دې سره به د مطالعې له اړه د زدهکوونکو ستونزه هواره شي.
د خوست د عدليې رييس وايي چې په دغه ولايت د قومونو ترمنځ د ځمکو، غرونو، دښتو او څرځايونو پر سر له ٢٠٠ ډېرې لانجې او شخړې موجودې دي چې حکومتي چارې يې هم له خنډ او ځند سره مخ کړې دي.
د خوست د صبريو یعقوبیو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د جوړ شوي ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي.
د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي يې په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
په خوست ښار کې د ١،٧ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د ١٧ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP