ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست یوې غرنۍ سیمې ماشومان: ښوونځی مو ودانۍ نه لري، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوو

د خوست یوې غرنۍ سیمې ماشومان: ښوونځی مو ودانۍ نه لري، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوو

author avatar
5 Dec 2022 - 11:31
د خوست یوې غرنۍ سیمې ماشومان: ښوونځی مو ودانۍ نه لري، تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوو
author avatar
5 Dec 2022 - 11:31

خوست ښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې سل ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

هغوی وايي، د ځينو ولسواليو ترڅنګ د دغو ښوونځيو ډېر شمېر د مرکز اړوند سيمو کې هم دي چې د باد او باران پرمهال تړلي او زده‌کوونکي يې رخصت وي.

د دغو ښوونځيو له ډلې يو هم د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د «پرخۍ» په نوم د هلکانو لېسه ده چې د غره په يوه ډډه کې جوړه شوې او هېڅ تدريسي او اداري خونه نه لري.

د یادې لېسې هغه زده‌کوونکي ځانونه نېکمرغه بولي چې پر پلاستيکي پوزيو کېني او د درس ويلو زمينه ورته برابره شوې ده.

د پرخۍ په نوم د دغه ښوونځي د هر ټولګي مخې ته سپينه لرګينه تخته پر تیږو تکيه شوې، خو داسې ټولګي هم لري چې ښوونکي يې پر يو لاس تخته تکيه کوي او پر بل لاس زده‌کوونکو ته پر هماغه تخته ليکل کوي.

۱۲ کلن رحمت‌الله چې د یاد ښوونځي د څلورم ټولګي زده‌کوونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښوونځى يې ودانۍ نه لري او دوى د غره په لمنه کې پر پوزيو ناست وي او درس وايي.

هغه له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې دوی ته د سرپناه ترڅنګ نورې اړينې اسانتياوې هم برابرې کړي.

نوموړي زياته کړه: «کله چې باران وي زموږ مکتب بند وي، کله چې ساړه وي زموږ مکتب بند وي، کله چې ګرمي وي زموږ مکتب بند وي او د باد په وخت کې هم بند وي.»

د معلوماتو له مخې، د پرخۍ په نوم دغه ښوونځي ته د اوبو څاه شاوخوا يو مياشت وړاندې د يوه خيريه بنسټ له لوري جوړه شوې چې له هغې وړاندې زده‌کوونکو یې د څښلو پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه درلوده.

د عزيزالله په نوم د یاد ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکي هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې له اړوندو دولتي ادارو غوښتنه وکړه چې دوی ته د سرپناه غم وخوري، څو په عادي ډول خپلې زده‌کړې سرته ورسوي.

دی وايي: «زموږ مکتب تعمير نه لري، نو که يوه ورځ باران وي او که پنځه ورځې وي نو بيا زموږ مکتب رخصت وي. اوس ګرمي ده، که ساړه وي بيا هم مکتب رخصت وي.»

په ورته مهال، د یادې لېسې مدير عبدالغفار وايي، دوی ټول‌ټال ۵۲۱ زده‌کوونکي لري چې د سرپناه او نورو لومړنيو اسانتياوو نه‌شتون له امله په ډېر بد حالت کې دي.

هغه چې د خپلو زده‌کوونکو په څېر پر ځمکه ناست و او يوې لويې ډبرې ته يې ډډه لګولې وه، پژواک اژانس ته وويل چې که د سرپناه لپاره ورته خيمې هم برابرې شي، د دوی لپاره غټه خبره ده.

نوموړی وايي، که نور نه وي له دې سره به لږ تر لږه د زده‌کوونکو د هغه قيمتي وخت ضايع کېدو مخه ونيول شي چې په اوس وخت کې يې د باد او باران پرمهال له لاسه ورکوي.

هغه زياتوي: «د تدريس لپاره خو بايد چاپېريال برابر وي، هغه کوټه، تخته، مېز، چوکۍ، پوزی او فرش، دا شيان موږ هيڅ نه لرو. کله چې باد شي، باران شي، يا ساړه وي نو موږ مکتب رخصتوو؛ ځکه شاګردان درس نه شي ويلای.»

بل پلو، د خوست د پوهنې رياست مسوولين وايي چې دوی په مرکز او ولسواليو کې د نجونو او هلکانو ټول‌ټال ۳۷۳ ښوونځي لري؛ خو له ډلې یې سل ښوونځي هیڅ ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

د دغه رياست د خپرونو مدير سيد کبير سنګين پژواک ته وويل، د دغو سلو بې‌سرپناه ښوونځيو ډېره برخه د خوست په مرکز، عليشېرو تريزيو او صبريو یعقوبيو ولسوالیو کې دي.

نوموړي وويل، د پاتې ۲۷۳ ښوونځيو له ډلې ډېر يې داسې هم دي چې شته ودانۍ ورته بسنه نه کوي او د زده‌کوونکو د زياتوالي له امله نورو اضافي خونو او ودانيو ته اړتيا لري.

دی زياتوي: «په مرکز کې ۲۳ ښوونځي، په عليشېرو تريزيو ولسوالۍ کې ۱۲ ښوونځي او په درېيمه کتګورۍ کې صبريو يعقوبيو ولسوالۍ ده چې ۱۰ ښوونځي يې هيڅ ودانۍ نه لري. زموږ د انجينرۍ ټيم د دغو ښوونځيو سروې کړې او له پوهنې وزارت سره شريکه شوې ده او د سرپناه برابرول ورته زموږ په اوليتونو کې دي.»

سنګين دغه‌راز په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د پوهنې وزارت ترڅنګ، دوی له يو شمېر نادولتي ادارو او موسسو سره هم په اړيکه کې دي، څو د يادو ښوونځيو د سرپناه په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

د یادونې ده، د خوست ترڅنګ د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم زرګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي چې د باد او باران پرمهال يې د زده‌کړو بهير تعطيل وي.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.