ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي خلک: د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ ٣٠ بستريز روغتون دې فعال شي

ځايي خلک: د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ ٣٠ بستريز روغتون دې فعال شي

author avatar
28 Dec 2022 - 11:03
ځايي خلک: د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ ٣٠ بستريز روغتون دې فعال شي
author avatar
28 Dec 2022 - 11:03

خوست ښار (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د خوست د صبريو یعقوبیو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د جوړ شوي ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي.

د معلوماتو پر اساس، د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ په خلبيسات ښارګوټي د دغه دېرش بستريز روغتون ودانۍ د ۶۵ ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې چې لا هم غيرفعال دی.

د مسوولينو په وينا، یاد دېرش بستريز روغتون د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ پر اوسېدونکو سربېره د باک، تريزيو عليشېرو او ځاځي ميدان ولسواليو خلکو ګټې اخيستنې لپاره جوړ شوی دى.

د محمدسلیمان صالح په نوم د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنځو کلونو په تېريدو سره لا هم مسوولينو دغه روغتون نه دی فعال کړى.

هغه په خپلو خبرو کې له اړوند مسوولینو غوښتنه وکړه چې د ياد روغتون فعالولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي؛ ځکه دوی د روغتيا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: «که د دغه ۳۰ بستریز روغتون غم ونه خوړل شي، نورې برخې به يې هم ورانې او تخريبې شي. د دې ولسوالۍ خلک هم له ستونزو سره مخ دي، دغه کلينيک که موږ ته فعال شي، نو زموږ د خلکو ډېرې روغتيايي ستونزې به حل شي.»

د ګل رسول په نوم د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ بل اوسېدونکي بيا پژواک اژانس ته وويل چې دا ولسوالي له خوست ښار څخه لرې ده او د دوی ناروغان پر وخت د خوست ولايت ملکي روغتون ته نه رسېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، دا مهال دوی په خپله سيمه کې د معياري خدماتو وړاندې کولو وړ روغتون نه لري، نو د ياد دېرش بستريز روغتون فعالول ډېر اړين دي.

هغه وايي: «دا روغتون ډېر وخت کېږي چې جوړ شوی دی، خو کوم چا يې غم نه دی خوړلی او اوس د تخريب په حال کې دی. موږ له لوړپوړو چارواکو څخه هيله کوو چې د دې غم راته وخوري؛ ځکه چې موږ نه شو کولای د شپې او نورو وختونو کې په وخت مريض ښار ته انتقال کړو.»

د یادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم د یاد ۳۰ بستریز روغتون پر فعالولو ټينګار وکړ.

بل پلو، د خوست ولايتي مسوولين بيا وايي چې د ياد روغتون فعالولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل‌کريم مندوزي پژواک اژانس ته وويل، اوس لپاره دوی په دې هڅه کې دي چې دغه روغتون د ولسوالۍ په کچه روغتيايي خدمات پيل کړي.

هغه زياتوي: «دا روغتون به د ډي‌اېچ په کچه فعالېږي، پرسونل به نيول کېږي او دا به نور غيرفعال نه وي او ان‌شاالله په نږدې وخت کې به فعال شي او د خلکو ګټې اخيستنې ته به اماده شي. موږ له مخکې کار پرې شروع کړی دی، دا دوه درې مياشتې کېږي او مکتوب يې هم راغلی دی.»

نوموړي همدا ډول زياته کړه، دوی ژمن دي چې د خوست ټولو اوسېدونکو لپاره وړ او معياري روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د يادونې ده، د يادې ولسوالۍ ترڅنګ د خوست د نورو سيمو اوسېدونکي هم د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته يې د حل غوښتنه کوي.

Views: 216

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.