ترینکوټ (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د افغانستان د ټولنیز
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دغه ولایت او کندهار ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې چې د کندهار په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د لومړنۍ محکمې له لوري د سږ کال په اوږدو کې ١٠٣ د نشهيي توکو کاروونکي او او پلورونکي په لنډ او اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.
د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په چورې او دهراود ولسوالیو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۷۷۰ کیلوګرامه ومان بوټي ترلاسه شوي دي.
د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو سیمو کې نن پر شل جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.
د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لار له تېرو درېیو میاشتو راهیسې بنده شوې چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
ترینکوټ (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د ښاروالۍ له لوري د شپې له پلوه د واټونو روښانه کولو په
په اروزګان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د اروزګان فرهنګیان او شاعران وايي، په دغه ولایت کې دې ادبي ناستې او فرهنګي فعالیتونه ډېر او تر لرو سیمو هم وغځول شي.
د اروزګان- کندهار پر لار د لومړي ځل لپاره د لویو مسافر وړونکو موټرو خدمات پيل شول، له دې وروسته خلک کولای شي په دې موټرو کې تګ راتګ وکړي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ ولسوال وايي، په دې ولسوالي کې د اوبو کمښت له امله اړ شوي چې د څښاک او اړتیا وړ نورې اوبه له سینده راوړي.