ترینکوټ (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت ادارې له لوري د ۸۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پیل شوې چې د ۱۸ میاشتو لپاره به پکې ۲۶ زره کسان په کار وګومارل شي.
د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت ادارې یوه مسوول زبیراحمد بدلون پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې د کلیو د بیارغونې او پراختیا او اوبو رسولو په برخو کې د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې پلې کېږي.
دی وايي، په دغو پروژو کې- چې ۱۸ میاشتې دوام کوي- د یادې ولسوالۍ په ۲۱۹ کلیو کې بع ۲۶ زره کسان په کار وګومارل شي چې د خپلو سیمو کانالونه او لارې به پاکوي او جوړوي چې د ورځې به هر نفر ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
د ده په خبره، پر دغو پروژو ۸۰۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د نړۍوال بانک له لوري ورکول کېږي چې ۸۵ سلنه به یې د کار او پاتې ۱۵ سلنه به یې له اړو کسانو سره د مرستې له لارې ولګول شي.
نوموړي زیاته کړه: «په ټوله کې دغه پروګرام په څلورو برخو کې فعالیت کوي چې خلکو ته د کار په بدل کې د پیسو ورکول، د کاري زمینو برابرول، د سیمې د بېوزلو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوی او هغوی ته خدمات وړاندې کول په کې شامل دي.»
هغه له ځايي مسوولینو او خلکو وغوښتل چې د دغه پروګرام په عملي کولو کې همکاري ورسره وکړي.
د اروزګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدغني بلال دا ډول پروژې ګټورې بولي او وايي ټولې مرستې باید د کار په بدل کې پر خلکو ووېشل شي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې هره ورځ پر وخت خپل کار ته حاضر شي او ورسپارل شوې چارې په اخلاص ترسره کړي.
د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي چې د اوږدې مودې لپاره د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدشریف پژواک ته وویل، له خپلو کلیوالو سره یو ځای به د خپلې سیمې د لارو او کانالونو پاکولو په بدل کې د ورځې ۴۵۰ افغانۍ هم ترلاسه کوي.
هغه زیاته کړه، کلیوال ژمن دي چې ورسپارل شوی مسوولیت به په ایماندارۍ ترسره کوي.
له دې مخکې هم په اروزګان کې خلکو ته د کار په بدل کې مرستې ورکول شوې خو دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې داسې یو پروګرام پلی کېږي زرګونه کسان د اوږد مهال لپاره په کار ګومارل کېږي او په بدل کې یې نغدي مرستې ترلاسه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










