ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې پر واټونو د څراغونو لګولو چارې پيل شوې

د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې پر واټونو د څراغونو لګولو چارې پيل شوې

author avatar
26 Feb 2023 - 17:16
د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې پر واټونو د څراغونو لګولو چارې پيل شوې
author avatar
26 Feb 2023 - 17:16

ترینکوټ (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د ښاروالۍ له لوري د شپې له پلوه د واټونو روښانه کولو په موخه د څراغونو لګولو لړۍ پيل شوه.

د ترینکوټ ښاروالۍ مسوولین وایي، دا پروژه د دغې ادارې له خوا پلې کېږي چې په دوو اوونیو کې به بشپړه شي.

د یادې پروژې یوه مسوول عبدالجلیل صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، ښاروالي دغه ګام د شپې له خوا په ښار کې د تیارې له امله د ښاریانو له شکایتونو وروسته اخلي.

هغه زیاته کړه، د ښار په څلورو عمومي او یو شمېر فرعي واټونو کې به ۲۱۱ د لمریزې برېښنا څراغونه نصب شي.

نوموړی وايي، د یادې پروژې په لړ کې د لمریزې برېښنا پخواني لګول شوي ۱۵ څراغونه هم ترمیمېږي چې ښار به د شپې له پلوه ورسره روښانه شي.

د صمیم په خبره، پر یادې پروژې ۱.۵ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د ترینکوټ ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.

نوموړي یادونه وکړه چې پنځه کاله مخکې په ترینکوټ ښار کې د واټونو پر څنډو د څراغونو لګولو یوه پروژه عملي شوې وه خو د پراخ فساد له امله یې چارې بې کیفیته ترسره شوې وې.

د ښاروالۍ یوه انجنیر مولاداد وايي، د لمریزې برېښنا اوسني څراغونه له چین حخه اروزګان ته راوړل شوي چې په نوره نړۍ کې هم کارول کېږي او دا وړتیا لري چې ټوله شپه ښار روښانه کړي.

په ورته وخت کې عام خلک د ښار د روښانولو یادې پروژې په پیلېدو خوښي ښيي او وايي، دا د خلکو او حکومت ګډ مسوولیت دی چې له دغو څراغونو ساتنه وکړي.

د ترینکوټ ښار یوه اوسېدونکي عبدالستار پژواک اژانس ته وویل، د دغه نوي برېښنایي سیسټم په فعالېدو سره به ښار روښانه شي.

هغه زیاتوی، اوس د شپې مهال په ښار کې ګرځېدل له وېرې سره مل وي، ځکه ټول ښار تیاره وي.

ښاریان ډاډ ورکوي چې تر خپل توانه به د دې پروژې په عملي کولو او ساتنه کې مرسته وکړي.

په ترینکوټ ښار کې داسې مهال د شپې له پلوه د واټونو او جادو د روښانولو په موخه څراخونه نصبېږي چې د دغه ولایت اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او وايي، شته کمه برېښنا په لوړه بیه پېري.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.