Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
اروزګان کې سلګونه ځوانان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د وړیا زدهکړو له مرکز څخه د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ساینسي مضامینو له درې میاشتني پروګرام څخه فارغ شول.
د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت چهارچینو ولسوالۍ کې لسګونه لرغوني اثار موندل شوي دي.
د اروزګان د مخابراتو ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې یې د مخابراتي خدمتونه پراختیا په موخه روان کال ۱۴۲ نوي سایټونه فعال کړي دي.
د اروزګان ـ کندهار لویه لار د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافیکو په مخ وتړل شوه.
د اروزګان ولایت ویاند وايي، د عبدالمتین په نوم هغه کس نیول شوی چې دولتي مسوولینو او خلکو ته به یې ځان د اسلامي امارت مشرتابه د دفتر استازی ورپېژاند او باج اخیستنه به یې کوله.
د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
د اروزګان د عامي روغتیا رییس وايي، د دغه ولایت ټولیز نفوس یونیم میلیون کسانو ته رسېږي، خو له مرکزه د روغتیایي خدماتو برخه کې یوازې د ۳۷۲ زره کسانو ونډه ورکول کېږي.
په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د لومړي ځل لپاره د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت ۲۰ بستریز خصوصي روغتون جوړ شو او فعالیت یې پیل کړ.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
اروزګان کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د صنعتي پارک لپاره اوه زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د اروزګان ځايي مسوولین وایي، نن سهار ترینکوټ ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن