ترینکوټ (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۳): د اروزګان په ولایتي روغتون کې نن د عامې روغتیا وزارت له لوري د «هیموډیالیز» څانګه پرانیستل شوه او فعالیت یې پیل کړ.
د اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع د یادې څانګې د پرانیستې مراسمو کې وویل: «له دې وروسته به د اروزګان خلک اړ نه وي چې خپل د دې برخې ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته بوځي.»
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د اروزګان اوسېدونکي له اقتصادي اړخه کمزوري دي او په روغتیایي برخه کې د دې ډول اسانتیاوو رامنځته کېدل به د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
ورته مهال، د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال وویل، د عامي روغتیا وزارت له خوا د هېواد په کچه د هیموډیالیز اتلسمه څانګه په دغه ولایت کې پرانیستل کېږي چې اتلس کسیز تشکیل یې هم ورته منظور کړی دی.
د هغه په خبره: «هیموډیالیز یو ډول ماشین دی چې د انسان وینه تصفیه کوي چې د ناروغ له وینې څخه اضافي مایعات، زهرجن مواد او اضافي معدني مواد لري کړي.»
هغه زیاتوي، هغه ناروغان چې له دې مخکې د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته تلل، له دې وروسته یې په ولایتي روغتون کې درملنه کېږي.
ورته مهال، د اروزګان اوسېدونکي هم په ولایتي روغتون کې د روغتیایې خدماتو لپاره د یوې نوې څانګې پرانیستل ستایي او زیاتوي، نور به اړ نه وي چې به دې برخه کې د درملنې لپاره کندهار او یا هم پلازمېنې کابل ته ولاړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP