Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
الجزیرې راپور ورکړی چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۴۳ تنه فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
د اسرائیلو په برید کې د یحیی سنوار ژوند بایللو راپورونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي، خو حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
په غزه کې په داسې حال کې پر یوه جومات او ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۳ نور ټپيان شوي چې د نړۍ په ځینو لویو ښارونو کې د دغه ډول بریدونو پر ضد لاریونونه شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲۴۰ میګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې او یاد شرکت وايي، دا مهال په هېواد کې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه شته، له کورنيو او بهرنيو شرکتونو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
له افریقا او سویډن وروسته د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم په یاد هېواد کې د اېم پاکس په نوم ناروغۍ باندې د یو کس د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
راپورونه وایي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور، سوات، باجوړ او وزیرستان کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د پولیسو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو په لړ کې امو نهنګان لوبډلې د بُسټ ساتونکو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ د اسرائيل هوايي بريدونو کې ۵۷ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر له استازې سره له درملنې وروسته روږدو ته د فني او حرفوي زدهکړو پر برابرېدو خبرې کړې دي.
له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون وايي، له راستنېدونکو کسانو سره کړو ژمنو ته ژمن دی او د کابل امنيې قومندانۍ ورته ویلي چې اللهګل مجاهد يې د پخوانيو کړنو په تړاو نه، بلکې د قتل يوې تازه پېښې په تور نیولی دی.
د ماليې وزارت وايي، تېر کال يې هېواد ته له بهره، په تېره بیا له پاکستانه د څه باندې ۱۷۸ زره ټنه بېکيفيته او ممنوعه توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن