Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اقتصادي کمېسیون ناسته؛ ۲۴ پروژې تعدیل، دوه منظور او دوه لغوه شوې

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولي ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون ناسته کې ۲۴ پروژې تعدیل، دوه پروژې منظور او دوه نورې لغوه شوې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، یادې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوه پروژې منظورې او دوه نورې لغوه شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، په تعدیل او منظور شوو پروژو کې د کندهار د احمدشاه بابا نړۍوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول، د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د رېلي او غیر رېلي تاسیساتو بیارغونه، له کونړه تر نورستانه د غځېدلي سړک د لومړي او دویمو لاټونو جوړول، د هلمند د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغونه، د هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کامرو نصب او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایلو پېرل شامل دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.