Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«کابل کې محتسبینو د کوډګرو یوه خطرناکه ډله نیولې»

کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، کابل کې محتسبینو د کوډګرو هغه ډله نیولې چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې مېرمنې (بلک‌مېل) کولې.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار محتسبینو د کوډګرو هغه ډله نیولې چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې، له عامو خلکو، په ځانګړې توګه له مېرمنو یې د پیسو اخیستو په بدل کې د کوډو او جادو په څېر ناوړه کړنې ترسره کولې.

سرچينه زیاتوي، له دوی سره ګڼ شمېر سحري کتابونه او غیرشرعي تعویذونه هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «د کابل ښار محتسبین وایي، د ساحوي همکارانو پر مټ یې د کوډګرو هغه خطرناکه ډله د جادو له وسایلو سره یوځای نیولې چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې مېرمنې «بلک‌مېل» کولې او له هغوی یې د پیسو ترڅنګ ناوړه استفاده کوله.»

سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان به د لا نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

یاد وزارت ډاډ ورکړی چې هېچا ته به د خرافاتي او غیرشرعي کړنو اجازه ورنه کړي.

خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې د ورته «شومو پدیدو» په له منځه وړو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت محتسبینو په تېر یوه کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۹۳۵ کوډګر نیولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.