Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د کشم ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان پولیس وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې د سېلاب راتلو له امله یو کس مړ شوی دی.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په دغه ولایت کې د وحشي ژوو ښکار د پام وړ کم شوی، خو اوس هم یوه ستونزه ګڼل کېږي او باید د بشپړ درېدو لپاره یې اقدام وشي.
بدخشان کې د بهارک ولسوالۍ د فراخ دښتې دوبندي کلي یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه کلي سلګونه کورنۍ د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي او د سیند له اوبو د استفادې له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت د پوهنتون یو محصل کوکچه سیند کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مایمي ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنچواه ولسوالۍ کې د سروزرو یوه کان نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نشهیي توکو پر وړاندې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د مبارزې مدیریت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۱۴۱ کیلوګرامه تریاکو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکوي، وايي چې په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.
ځايي مسوولین وايي چې د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دغهراز د بامیان ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
بدخشان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې د ناصر خسرو بند او د ګل بېګم کلا په نومونو دوه تاریخي او طبیعي سیمې د لارو خرابوالي له امله د سیلانیانو له نظره پټې پاتې دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په بدخشان او فاریاب ولایتونو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او لږ تر لږه لس نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP