Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د یوه نادرکه شوي ماشوم مړی پیدا شوی

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه اووه کلن ماشوم مړی چې څه موده مخکې نادرکه شوی و، د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار د یادې پېښې په تایید وویل چې د ارګو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د یوه اووه کلن ماشوم مړی چې څه موده مخکې نادرکه شوی و، د دې ولسوالۍ د هزاره‌مشي سیمې مربوطاتو کې پیدا کړی او د هغه کورنۍ ته یې سپارلی دی.

هغه د یاد قتل څرنګوالي او د عاملینو د هویت په اړه جزئیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د پولیسو څېړنې روانې دي.

ورته مهال، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکو په ټولنیزو پاڼو کې د خواشینۍ په څرګندولو یاد ماشوم عثمان د احمد جاوېد الفت زوی یاد کړی او ویلي یې دي چې هغه ۴۲ ورځې مخکې په ارګو ولسوالۍ کې خپل کور ته له نږدې سیمې ورک شوی دی.

د ټولنیزو پاڼو دغه کاروونکي ادعا کوي چې یاد ماشوم په وېروونکي ډول وژل شوی او د بدن ځیني غړي یې پرې شوي دي.

هغوی د یاد ماشوم وژنه وېروونکې او بې‌مخینې بللې او له حکومت یې د یادې پېښې د عاملینو پيدا کېدو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.