Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د امریکا له ګوانتانامو زندانه خوشي شوي دوه افغانان په عمان کې له اووه کاله نظربندۍ وروسته نن هېواد ته راستانه شول.
تېره اونۍ د م.م او اروپایي ټولنې استازو له افغان چارواکو سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې؛ نیکولسن دغه ناسته د افغانستان او نړۍ ترمنځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وبلله او لسو سازمانونو له م.م وغوښتل چې په یاده غونډه کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.
د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د څه باندې اتيا ميليون افغانيو په لګښت ټولټال تر دوه کيلومتره ډېر سړکونه قير او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د راپورونو له مخې، د امریکا اورګن ایالت کې یوې کوچنۍ الوتکې سقوط کړی چې په کې د افغانستان د مخکني هوایي ځواک درې غړي مړه شوي دي.
مولوي امیرخان متقي هرات کې د ترکمنستان بهرنیو چارو له وزیر سره په ليدنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د لېږد پر لارو، تورغونډۍ بندر کې د رېلپټلۍ سټېشن پر پراختیا او د هرات د نورالجهاد برق سبسټېشن د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وايي، د اسلامي حکمونو پلي کول د الله (ج) حکم دی، نه د اسلامي امارت او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.
د افغان معلولینو او زیانمنونکو ټولنه په افغانستان کې د معلولینو شمېر نږدې ۱۴ سلنه ښیي او پر ملي او نړۍوالو بنسټونو غږ کوي څو له هغوی سره اړینې مرستې وکړي.
جاپان کې د «اسپرې» په نوم د امریکا متحده ایالتونو یوه الوتکه لوېدلې او له سپرلیو یې یو کس مړ او اووه نور نادرکه دي.
افغان او ایراني چارواکو په کابل کې د ليدنې پر مهال، ایران کې د افغان ماشومانو د ښوونیز حالت پر څرنګوالي، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزه تجربو پر شریکولو، رښتني ګاونډیتوب او د دوه اړخیزو مشترکو ګټو پر پاللو خبرې کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په چوکاټ کې د قوشتېپې کانال د ساتنې په موخه د ځانګړو ساتونکو قطعه جوړه شوه.
تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ايستل وغندل، افغان پلاوي له ایران سره لسګونه هوکړې وکړې او م.م پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو بندیز اندېښمنوونکی وباله.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېرو شپږو ورځو کې يې د کډوالو ۳ زره او ۳۲۵ کورنۍ چې ۲۱ زره او ۴۶۷ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدولې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن